د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوې اعلامیې په خپرولو سره په کابل کې پر انټرکانټیننټال هوټل وروستی برید په کلکه غندلی دی.
د امنیت شورا غړو پهدې اعلامیه کې د افغانستان او نورو هغو هېوادونو حکومتونو سره چې اتباعیې پهدې پېښه کې وژل شوي، خواخوږي ښودلې ده.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو یو ځل بیا ترورېزم د ټولې نړۍ د ثبات او امنیت لپاره یو جدي ګواښ بللی دی.
دغې شورا یو ځل بیا پر دې اړتیا ټینګار وکړ چې د دې ډول ترورېستي اقداماتو له ملاتړو، تمویلوونکو او پلانوونکو سره باید حساب وشي او عدالت ته راوستل شي.
په اعلامیه کې له ټولو هېوادونو غوښتنه شوې چې د نړیوالو اصولو او خپلو ملکفیتونو له مخې پهدې برخه کې له افغان حکومت او نورو اړوندو ارګانونو سره فعاله همکاري وکړي.