برمک: پر انټر کانټیننټال هوټل د برید د قربانیانو شمېر ۲۲ ته رسېدلی

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر وایي، په کابل کې پر انټرکانټیننټال هوټل د برید د قربانیانو شمېر ۲۲ تنو ته رسېدلی دی.

ویس احمد برمک له ازادي راډیو سره په خبرو کې دغه‌راز وویل چې د کورنیو چارو او د ملي امینت عمومي ریاست یو ګډ پلاوی ګمارل شوی، څو د دغه برید په اړه پلټنې وکړي.

نوموړي د تلفاتو په اړه وویل:

"د هغو معلوماتو له مخې چې زه‌یې تر اوسه لرم، ۱۴ بهرني وګړي دي چې له بده‎مرغه په دې پېښه کې وژل شوي دي، پاتې نور ملکي افغانان دي چې په شهادت رسېدلي او د پولیسو د قطعاتو ۱۲ تنه ټپیان شوي دي."

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر دا هم تأیید کړه چې په بهرنیو وژل شویو کې ډېری د اوکراین وګړي دي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر پائولو کلمیکین د دوشنبې «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۰۲» په مازیګر په کیف کې په یوه خبري غونډه کې تأیید کړه چې د دغه هېواد ۷ وګړي د کابل په برید کې وژل شوي دي.

د دغه برید مسؤلیت وسله‎والو طالبانو منلی دی.