د غزني ولایت سیمهییز چارواکي وايي، د دې ولایت په اندړو ولسوالۍ کې تېره شپه د نښتې پر مهال یو پولیس وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.
د دې ولایت د والي ویاند محمد عارف نوري د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې تېره شپه شااوخوا درې بجې وسلهوالو طالبانو د اندړو ولسوالۍ اړوند د بولان او کرهوال په سیمو کې پر مېشتو امنیتي پوستو ډلهيیز بریدونه پیل کړل چې د نوموړي په وینا، د سهار تر شپږو بجو یې تر هغه وخت دوام وکړ چې سیمې ته تازه دمي سرتېري ورورسېدل او بریدګر یې په شا کړل.
ښاغلی نوري وايي، وسلهوالو طالبانو ته له دې هم زیاته مرګ ژوبله اوښتې، خو د کره شمېر په اړهيې معلومات نهلرل.