د انټرکانټیننټال هوټل ځیني امنیتي کارکوونکي نیول شوي

د کابل د انټرکانټیننټال هوټل یو شمېر امنیتي کارکوونکي پر دغه هوټل د وروستي برید په تړاو د امینتي ځواکونو له لوري نېول شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له ترهګرۍ سره د مبارزې د ادارې رئیس نجیب امان نن دوشنبه ازادي راډيو ته وویل، دغه کسان به د یادې قضیې په برخه کې همکاري وکړي.

نوموړي زیاته کړه:

"یو شمېر هغه کسان چې ګمان کېږي موږ سره به د قضیې په تړاو همکاري وکړي، کشفي ارګانونو سره د اړینو معلوماتو د شریکولو په هدف تر ډېره د ملي امنیت ریاست ته انتقال شوي دي."

خو نوموړي د نیول شویو کسانو دقیق شمېر ونه‌ښود.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، د کابل پر انټرکانټیننټال هوټل د وسله‌‎والو طالبانو په برید کې د ۱۴ بهرنیانو په ګډون ۱۹ تنه وژل شوي دي.