د افغان کام ایر خصوصي هوایي شرکت وايي، د کابل پر انټر کانټیننټال هوټل برید کې لا هم د دوی ۹ کارکوونکي ورک دي.
د دغه شرکت جنرال ډایرکټر صمد عثمان صمدي نن ازادي راډیو ته وویل، د تلفاتو په اړه ځکه کره معلومات په لاس کې نهشته چې لا هم د دوی یو شمېر کارکوونکي ورک دي او د ځینو جسدونه ورته نهدي سپارل شوي.
دی وايي:
"له ۴۰ زیات کسان په هوتل کې وو، یو برخهیې معلومه نهده چې شته او کنه، دومره ویلی شم، هغه کسان چې موږ ترلاسه کړي، لا هم زموږ نهه نفره ورک دي، عدلي طب تشخیص کړي نهدي او رسمي معلوماتیې نهدي راکړي."
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د وړمې شپې او پرون ورځې په پېښه کې ټول ټال ۱۹ کسان چې ۱۴ بهرنیان دي وژل شوي دي.
د روېټرز خبري اژانس د راپورونو له مخې په دغه برید کې اکثره وژل شوي د افغان کام ایر خصوصي هوایي شرکت بهرني کار کوونکي او پیلوټان شامل دي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د وړمې شپې او پرون ورځ له پېښې څخه ۲۲ جسدونه وروړل شوي دي.