د امریکا د بهرنیو چارو وزیر به له بریتانوي چارواکو سره وګوري

ټاکل شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن نن دوشنبه «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۰۲» په لندن کې له لوړپوړو بریتانوي چارواکو سره وګوري.

دا اروپا ته د ټېلرسن د څو ورځني سفر لومړی پړاو دی چې په ترڅ کې به‌یې نوموړی وارسا، پاریس او داووس ښارونو ته هم ولاړ شي.

د چارواکو په وینا له اروپايي متحدانو سره به د ټېلرسن خبرې تر ډېره د ایران په اړه وي.

دا سفر په داسې وخت کې کېږي چې د پردې تر شا د ایران سره د دې هېواد د اټمي پروګرام په اړه د نړۍ د شپږو هېوادونو د تړون د برخلیک په اړه خبرې اترې روانې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکي چې د نوم د نه‌څرګندولو په شرط خبرې کولې رسنیو ته ویلي، ایران به له اروپايي چارواکو سره د ټېلرسن د لیدنو کتنو په سر کې وي.

راپورونه د دې چارواکي له خولې وايي:

"موږ به هغو هڅو کې چې په دې تړون کې شته نیمګړتیاوې لیرې کړو، په ځانګړي توګه بریتانیا او فرانسې سره همغږۍ ته ارزښت ورکوو او همدارنګه غواړو له اروپايي متحدانو سره په دې اړه چې څنګه په سیمه کې د ایران ناوړه نفوذ محدود کړو، نږدې همکاري رامنځته کړو."

نوموړي وویل، د اروپايي متحدانو سره د رکس ټېلرسن په لیدنو کې به دا مسئلې د اجنډا په سر کې وي.