د چک د پلازمېنې پراګ په یوه هوټل کې د اور لګېدو د تېرې ورځې په پېښه کې د مړو شمېر څلور تنو ته پورته شو.
د پراګ چارواکو وویل، دوه ښځې چې په ایرو سټار ډېوېډ هوټل کې د اورلګېدو په دې پېښه کې ټپیانې شوې وې، پرون یکشنبه «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۰۱» ناوختهیې ساه ورکړه.
د چارواکو په وینا لږ تر لږه اووه تنه نور ټپیان تر اوسه په روغتونو کې تر درملنې لاندې دي.
پولیسو لومړني دوه وژل شوي د جرمني او جنوبي کوریا اتباع ښودلي، خو د وروستیو دوو تنو د هویت په اړهیې څه نهدي ويلي.
په ټپیانو کې د هالنډ، ترکیې او فرانسې اتباع هم شامل دي.
تر اوسه دا نهده څرګنده چې څه شی په دې هوټل کې د اور د لګېدو سبب شوی و.