چارواکي: فراه کې هوايي حملو له ۵۰ زیات وسله‎وال مخالفین وژلي

د افغانستان د ملي اردو یو لوړپوړی چارواکی په فراه کې د وروستیو عملیاتو په ترڅ کې د دولت وسله‎والو مخالفینو ته د درنې مرګ ژوبلې د اوښتو خبر ورکوي.

د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندان جنرال عبدالناصر هدایت پرون یکشنبه «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۰۱» په فراه کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې د تېرو درې ورځو عملیاتو په نتیجه کې چې تر ډېره پر دښمن هوایي بریدونه شوي، له ۵۰ زیات وسله‎وال مخالفین وژل شوي او په لسګونه نور ټپیان شوي دي.

نوموړی وايي:

"زموږ په دغو هوایي بریدونو کې د دښمن ۵۱ تنه وژل شوي، ۲۱ تنه‌یې ټپیان شوي. نهه عرادې وسایل‌یې په بشپړ ډول له‎منځه تللي. دوه میله دهشکه او دغه‌راز یو زیات شمېر نورې وسلې او مهمات‌یې هم له‎منځه تللي دي."

په داسې حال کې چې د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندان په دې ولایت کې د دولت وسله‎والو مخالفینو د ځپلو خبره کوي، د فراه د ولایتي شورا د یو شمېر غړو په ګډون د فراه ښار اوسېدونکي بیا ازادي راډیو ته په دې اړه اندېښنه څرګنده کړې چې د جګړو لمن ورځ تر بلې د ښار څنډو ته رانږدې کېږي.

د ناامنیو په یوې وروستۍ پېښه کې وړمه ورځ د فراه ښار په یوې څنډه کې د دې ولایت د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر له خپلو دوو ملګرو سره ووژل شو.