د ننګرهار د ملي راډیو تلویزیون ۲ خبریالان په یوه برید کې ټپیان شوي

د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، د دې ولایت د دولتي راډيو تلویزیون دوه خبریالان د بټي کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د نامعلومو وسله والو په برید کې ټپيان شوي او موټر چلوونکى يې وژل شوی دی.

د ننګرهار ولایت ویاند عطا الله خوګیاڼي نن یکشنبه ازادي راډيو ته وویل، د ټپيانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی او د درملنې په هدف د جلال اباد مرکزي روغتون ته وړل شوي دي.

د دې پېښې مسؤلیت لا چا په غاړه نه دی اخیستی، خو په دې ولایت کې له دې وړاندې د داعش وسله والو یو شمېر ژورنالستان په مرګ ګواښلي دي.