د کندهار د دامان ولسوالۍ اړوند د کابل ـ کندهار پر لویه لار ترافیکي پېښه کې یو ماشوم وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.
د کندهار د ترافیکو مدیر محمد الله خان وايي، پېښه نن یکشنبه تر غرمې وړاندې شااوخوا ۱۱ بجې د دامان ولسوالۍ اړوند د مړوندۍ مانده کې د کورلا او سراچه موټرو ترمنځ د ټکر له امله شوې ده.
د پېښې په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي، خو دا ډول پېښې ډېری وختونه د موټر چلوونکو د بې اختیاطۍ له امله رامنځته کېږي.