د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې ۸ وسله وال وژل شوي

د لوګر ولایت چارواکي وايي، له درېیو ورځو راهیسې د افغان امنیتي ځواکونو له خوا په څرخ ولسوالۍ کې چاڼیز عملیات روان دي چې په نتيجه کې يې ۸ وسله وال وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.

د لوګر د والي ویاند سلیم صالح نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چې په روانو عملیاتو کې د څرخ ولسوالۍ ځينې سيمې له وسله والو تصفيه شوي دي.

د لوګر د والي ویاند زیاته کړه، په دغو عملیاتو کې ۳ د ځانمرګو بریدونو واسکټونه، ۲ راکټونه، ۱۲ کړۍ ماینونه، ۳ لوی بوشکه يي ماینونه، ۳ بورۍ چاودېدونکي مواد او نور پوځي تجهیزات هم د افغان امنیتي ځواکونو لاسته لوېدلي دي.

نوموړی وايي، په دغو سیمو کې د چیچنایي جنګیالیو دوه پوځي مرکزونه او د هغوی یو کرولا ډوله موټر هم له منځه وړل شوي دي.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دغو عملیاتو په باب رسنیو ته څه نه دي ویلي.