د بلخ ولايت چارواکي وايي، په شولګرې ولسوالۍ کې١٧ ولسي پاڅونوال او يو محلي پوليس وژل شوي دي.
په شمال کې د پوليسو د ٣٠٣ پامير زون وياند سيد سرور حسيني ازادي راډيو ته وويل، دغه کسان تېره شپه په يوه کور کې راغونډ شوي وو چې اول مسموم شوي وو.
نوموړي زیاته کړه:
"دغه کور ته وسله وال طالبان ورغلي، دغه ١٨ کسان يې شهيدان کړي، د دوى وسلې يې هم له ځانونو سره وړي دي، په دې اړه زموږ څېړنې روانې دي."
پوليس وايي، په وژل شويو کې د شولګرې ولسوالۍ قومي مخور حاجي حميد الله او د ولسي پاڅونوالو ځايي مشر هم شامل دي.
د پېښې مسؤليت چا نه دى منلى.