سلګونو زرو ښځو او د هغو نارینه ملاتړ کوونکو پرون شنبه د امریکا په ښارونو کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ضد د ده د ولسمشرۍ له لومړۍ کالېزې سره په یو وخت مظاهرې وکړې.
فعالانو وویل، ټاکل شوې ده چې دا مظاهرې نن هم دوام وکړي.
د ښځو دا مظاهرې د امریکا په شاوخوا ۲۵۰ ښارونو کې وشوې او برخه والو یې د ټرمپ پر پالیسیو انتقادونه وکړل، ویې ویل چې دغو سیاستونو ښځې کړولي دي.
په واشنګټن کې د ډیموکراټ ګوند سیاستوالو هم په مظاهره کې ګډون وکړ.
په ۲۰۱۷ میلادي کال هم ښځینه فعالانو مظاهرې کړې وې.