د پراګ ښار په مرکزي برخه کې پرون شنبه په یوه هوټل کې د اورلګېدو په نتیجه کې ۲ تنه وژل شوي او په لسګونو نور ژوبل شول.
د چک جمهوریت د عاجلو روغتیايي خدماتو یوې ویاندې یانا پوستووا وویل چې د ایروسټار داوید هوټل په پېښه کې دوه تنه وژل شوي دي.
دې همدا راز وویل چې ۴۰ تنه نور ژوبل شوي دي.
د وژل شویو کسانو د ملیت په اړه تراوسه څه نه دي ویل شوي.