د کابل ولايتي چارواکي وايي، په ښار کې يې د غيرمسؤله وسلهوالو د مخنيوي لپاره کمپاين پيلوي.
د دغه کمپاين د عملي کېدو لپاره پرون شنبې په کابل کې له ولايتي چارواکو او اړوندو امنيتي ادارو تشکيل شوي کمېسيون خپله درېيمه غونډه وکړه.
د کابل د والي وياند وايي، د ولسمشر د فرمان له مخې به د کابل ترڅنګ د خپلسرو وسلهوالو د مخنيوي کمپاين په نورو ولايتونو کې هم عملي شي.
د کورنيو چارو وزارت تېره مياشت په کابل کې د تورو ښيښو لرونکو، بې نمبرپلېټه موټرو او ناراجسټره وسلو د مخنيوي کمپاين پيل کړ، خو د دغه کمپاين په وړاندې ځينې مقاومتونه هم شوي دي.