په جوزجان ولايت کې پرون شنبه د درېيمې ورځې لپاره هم د وسلهوالو طالبانو او داعش ډلې د جنګياليو ترمنځ جګړه روانه وه.
چارواکي وايي، پرون شنبه ماسپښين د داعش ډلې ١٠ تنه وسلهوال، د طالبانو په حمله کې ووژل شول.
د جوزجان والي وياند محمد رضا غفوري تېره شپه ازادي راډيو ته وويل:
"د داعش ١٢ کسيزه ډله د قوش تېپې ولسوالۍ له چقمه چقُر سيمې تېرېدله چې وسلهوالو طالبانو ورباندې حمله وکړه، په نتيجه کې يې ١٠ تنه وسلهوال وژل شوي، يو تن يې نيول شوى او بل تن تښتېدلى دى. د وسلهوالو طالبانو له لوري هماغه ٢ کسان وژل شوي او ٥ تنه يې ټپيان دي. امکان لري دا نښته لا شديده شي."
د والي وياند وايي، نښته هغه وخت پيل شوه چې د طالبانو د نومول شوي والي ورور د داعش ډلې لهخوا ووژل شو.
په وروستيو کې د جوزجان له قوش تپې او درزاب ولسواليو د داعش ډلې د تحرکاتونه راپورونه ورکول شوي دي.
نه هم وسلهوالو طالبانو، نه داعش ډلې د وروستۍ نښتې په اړه تبصره کړې ده.