په هرات کې د یوه ښوونځي د سوځېدو مخه نیول شوې

د هرات په اوبه ولسوالۍ کې یو شمېر سیمه ییز وګړو د یوه ښونځي د سوځېدو مخه ونیوله.

د هرات د والي دفتر څخه په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه تېره شپه شوې او یو شمېر نامعلومو کسانو چې غوښتل یې د یوه کلي ښونځي ته اور واچوي وروسته له هغې وتښتېدل چې د سیمې خلک خبر او سیمې ته را ورسېدل.

دوی وتوانېدل یوازې یوه خونه وسوځوي.

په دې پېښه کې چا ته زیان نه دی رسېدلی.