د پکتیا مرکز ګردېز کې چاودنې یو ملکي وګړی وژلی

نن د شنبې په ورځ له غرمې مخکې د پکتیا په مرکز ګردېز ښار کې د یو چسپکي «نښلیدونکي» ماین په چاودنه کې یو تن وژل شوی او دویم تن ټپي شوی دی.

د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت ازادي راډيو ته وویل چې چاودنه نن سهار شا اوخوا لس بجې د ګردېز ښار د دویمې حوزې اړوند کابل لین کې په یو شخصي موټر پسې شوې ده.

د پکتیا د والي ویاند وايي، وژل شوی کس سمیع الله احمدي نومېږي چې د کار او ټولنیزو چارو په ریاست کې يې د محاسبې د مدیر په توګه دنده اجراء کوله.

عبدالله حسرت زیاتوي:

"د شنبې په ورځ سهار مهال په ګردېز ښار کې په یو شخصي موټر پسې د نښليدونکي ماین چاودنه شوې چې د سمیع الله احمدي په نوم د کار او ټولنیزو چارو د محاسبې مدیر په کې وژل شوی او یو بل تن ټپي دی."

د پکتیا د والي ویاند وویل، د چاودنې لامل نه دی څرګند، خو کشفي ادارو يې په اړه پلټنې پیل کړي دي.

تر اوسه کوم چا او یا ډلې د یادې پيښې مسؤلیت نه دی منلی.