د کرنې وزارت په ۳۱ ولایتونو کې ۴۹۰۰ باغونه ګتې اخیستنې ته سپارلي

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت په روان ۱۳۹۶ لمریز کال کې د بڼوالۍ د سکټور د پراختیا او ملاتړ په هدف ۴۹۰۰ هکتاره باغونه ګټې اخيستنې ته سپارلي دي.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن شنبه ازادي وویل، د بېلابېلو مېوو دغه بڼونه په ۳۱ ولایتونو کې د کرنې او مالدارۍ وزارت په مالي ملاتړ، د ۲۷ میلیونو افغانیو په لګښت جوړ شوي دي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت د معلوماتو له مخې، په دې سره د هېواد په کچه د مېوو د باغونو شمېر درې سوه ۶۸ زره او ۵۰ هکتارو ته ورسېد.