د افغانستان د صادراتي او تولیدي غالیو ټولنه وايي، سږکال افغاني غالۍ په جرمني کې د دوموتکس یا د نړۍ د غوره غالیو په نندارتون کې له کاندیدو پاتې شوې .
د دغې ټولنې مشر قربان علي جمشیدزاده نن شنبه ازادي راډیو ته وویل، دغه ستونزه د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د صادراتو د پراختیا ادارې د نه پاملرنې له امله رامنځته شوې ده.
ښاغلی جمشیدزاده وايي، په دغه نندارتون کې د ګډون په هدف یوه خصوصي شرکت ښې غالۍ اوبدلې وې او که چېرې کاندید شوې وای، غوره مقام به یې ګټلی وای.
خو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي وایي چې د غالیو شرکتونو پر ټاکلې وخت مراجعه ونه کړه، نو ځکه د دوی غالۍ په دغه نندارتون کې له کاندیدو پاتې شوې.
سږکال د جرمني د دوموتکس یا د غوره غالیو نندارتون د روان میلادي کال د جنورۍ په ۱۲ مه د جرمني په هانوفر ښار کې جوړ شو چې په کې د بېلابېلو هېوادونو غالۍ نندارې ته وړاندې شوي دي.