په بغلان ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو د «البرز۲۲» په نامه روانو پوځي عملیاتو کې لږ تر لږه ۳۰ دولت ضد وسله وال مړه او ټپیان دي.
د بغلان د امنیه قوماندانۍ ویاند ذبیح الله شجاع پرون ازادي راډیو سره په خبرو کې د وژل شوو وسله والو دقیقه شمېره یاده نه کړه.
خو نوموړی ټینګار کوي چې په «البرز۲۲» پوځي عملیاتو کې افغان ځواکونه زیاتې لاسته راوړنې لري.
ذبیح الله شجاع وویل:
"زموږ د البرز ۲۲ عملیاتو په لړ کې چې د بغلان ولایت ټول امنیتي ارګانونه په کې شامل دي، شااوخوا دېرش وسله وال مړه او وژل شوي دي."
افغان امنیتي ځواکونو دا عملیات تېره یکشنبه د بغلان ولایت د مرکز پلخمري په ډنډ شهاب الدین سیمه کې پیل کړل.
د دولت وسله والو مخالفینو تر اوسه د ډنډ شهاب الدین سیمې د عملیاتو په اړه څه نه دې ویلي.