د پکتیا سیمه ییز چارواکي، وايي، په راتلونکي هجري لمریز کال کې به په دې ولایت کې ګڼ شمېر د بیارغونې او عام المنفعه پروژې عملي شي.
د پکتیا د والې ویاند عبد الله حسرت تېره شپه ازادي راډیو ته وویل په دې پروژو کې د لسګونو ښونځیو، یو شمېر روغتیايي مرکزونو، د اوبو د دریو بندونو او د دوه سړو خونو جوړول شامل دي.
د نوموړي په خبره دا پروژې به د پکتیا په مرکز ګردېز او ولسوالیو کې عملي شي.
خو ښاغلي حسرت د دې پروژو د لګښت په اړه څه ونه ویل.