خلیل کرزی: د کابل پروسې دوهمه غونډه د فبرورۍ پر۲۶مه جوړېږي

ټاکل شوې ده چې په افغانستان کې د سولې او ثبات په هدف د کابل د پروسې دوهمه غونډه د راتلونکې فبرورۍ میاشې پر ۲۶ نېټه جوړه شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي تېره ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وویل د کابل د پروسې په دوهمه غونډه کې به افغان حکومت د سولې لپاره خپل طرحه وړاندې کړي:

"موږ به نړیوالې ټولنې ته د سولې د پروسې او له ترورېزم سره د مبارزې په اړه خپله راتلونکې تګلاره وړاندې کړو، د منځنې اسیا د هېوادونو په ګډون موږ د دې پروسې د ټولو شریکانو په بشپړ ملاتړ او تائید حساب کوو."

د کابل د پروسې لومړنۍ غونډه په تېره جوزا میاشت کې ترسره شوه.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرون د افغانستان د وضعیت او تحولاتو په اړه ځانګړې غونډه وکړه.