د ازبکستان امنيتي ادارو دوه کسان بهرنيو افراطي ډلو ته د کسانو د ګمارنې په تور نيولي دي.
د ازبکستان دولتي ټلوېزيون پرون راپور ورکړ چې دوه مشکوک کسان په سوريه کې له دېره التوحيد والجهاد افراطي ډلې سره د فېسبوک له لارې په تماس کې وو.
په راپور کې ويل شوي دغو دوو کسانو له دغې افراطي ډلې مالي مرسته هم ترلاسه کړې ده.
د نيول شويو مشکوکو کسانو نومونه نه دي افشا شوي، خو دولتي ټلوېزيون ويلي، دواړه ازبک ټبره او د تاشکند د اولمازور او يونس بعد سيمو اوسېدونکي دي.
اټکل کېږي چې له ازبکستان څخه به شا او خوا ١٥٠٠ وګړو په عراق او سوريه کې له داعش وسله والو سره د يوځاى کېدو لپاره سفر کړى وي.