اندېشه: د امنیت شورا په نننۍ غونډه کې د افغانستان په اړه بحث کېږي

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي د امنيت شورا په نننۍ غونډه کې به د افغانستان پر اړوندو ګڼو مسايلو خبرې وشي.

د دغه وزارت مرستيال وياند صبغت الله احمدي نن ازادي راډيو ته وويل، په دې غونډه کې به د افغانستان استازيتوب د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين حکمت خليل کرزى کوي او د بحث لپاره ګڼ موضوعات په پام کې دي:

"تر ډېره په پام کې ده د ټرورېزم په وړاندې پر مبارزه، د افغانستان پر پراختيا، د افغانستان پر امن او ثبات په دې غونډه کې بحث وشي چې جزئيات به يې وروسته له تاسو شريک شي."

ښاغلي احمدي وويل چې په دې غونډه کې به د امنيت شورا د هيئت پر وروستي راپور هم بحث وشي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یوه هيئت همدا اوونۍ کابل ته لاړ او له افغان چارواکو سره یې ولیدل.

په ملګرو ملتونو کې د قزاقستان سفیر خیرات عمروف چې هېواد یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دوره يي مشري کوي ویلي چې په افغانستان کې سوله به د ده د ماموریت هدف وي.

د بهرنیو چارو وزارت معین نصیر احمداندیشه د تېرې سې شنبې په ورځ وویل، په دې غونډه کې د افغانستان د سولې په بهیر کې د منځنۍ آسیا د هېوادونو د ونډې په اړه بحثونه په پام کې دي.