د کونړ امنيتي چارواکي وايي پاکستاني پوځيانو ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان قلمرو ته داخل شي او هلته ځينې لمسوونکي اقدامات وکړي.
تر دې مخکې د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ اوسېدونکو ادعا کړې وه چې پاکستاني پوځيانو تېره اوونۍ غوښتل پر ډيورند کرښه دروازه ودروي او هلته اغزن سيم تېر کړي.
دوى تور لګولى چې د پاکستان دغه پوځيان د افغانستان خاورې ته راڅکېدلي دي.
خو د کونړ امنيه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت ازادي راډيو ته وويل پاکستاني پوځيان له کرښې شا ته شوي دي:
"اوس دښمن شا ته شوى؛ د فعلاً لپاره وضعيت عادي شوى دى، که بيا هم پاکستانيان يا دښمنان وغواړي چې زموږ پر خاوره تېرى وکړي، زه په پوره ډاډ درته وايم چې زموږ ځواکونه به غاښ ماتوونکى ځواب ورکړي."
په کونړ کې د ازادي راډيو خبريال د ځينو سرچينو په حواله وايي پاکستاني پوځيانو څو څو وارې د ناړۍ ولسوالۍ او چترال ترمنځ سيمه کې د اغزن سيم د غزولو او د دروازې جوړولو هڅې کړې دي، خو هلته مېشتو قومونو او امنيتي چارواکو د دې کار مخه نيولې ده.
پاکستاني چارواکو لا په دې اړه رسماً څرګندونې نه دي کړي.