پولیسو په ننګرهار او کونړ ولایتونو کې نږدې ۵۰۰ کېلو ګرامه نشهيي مواد نیولي دي.
د کونړ امنیه قوماندانۍ د چهارشنبې په ورځ رسنیو ته وویل، پولیسو د سې شنبې په ورځ هغه دوه کسان ونیول چې غوښتلیې ۲۰۰ کېلو ګرامه تریاک له کونړ ولایت څخه پاکستان ته قاچاق کړي.
بل لور ته د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د ننګرهار پولیسو په څو بېلابېلو پېښو کې د ۷ قاچاق کوونکو په شمول ۳۸۸ کېلو ګرامه نشهيي مواد هم نیولي دي.
دی زیاتوي:
"د ننګرهار ولایت امنیتي او کشفي پولیسو د پلټنې او ځانګړو عملیاتو پر مهال په درېیو بېلا بېلو پېښو کې ۳۸۸ کېلو ګرامه نشهيي مواد نیولي دي چې په څلورو موټرو کې قاچاق کېدل او په دې تور یې ۷ تنه هم نیول شوي دي چې د څېړنو لپاره عدلي او قضایي ادارو ته لېږل شوي دي."