لاوروف: د ایران د اټمي موافقې ناکامي به د وارخطايۍ خبرداری وي

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر خبرداری ورکړی چې له لویو قدرتونو سره د ایران د اټمي موافقې ناکامي به د نړیوالې ټولنې لپاره د وارخطایۍ یو خبرداری وي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښ کړی چې متحده ایالات به له ایران سره د ۲۰۱۵ کال له اټمي موافقې څخه وباسي.

سیرګي لاوروف پرون په هغه غونډه کې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ګڼې وژنې د وسلو د خپراوي د مخنیوي پرضد د اقداماتو په مقصد د اعتماد جوړونې لپاره جوړ کړې وه، وویل، څرګنده ده چې د یوه اړخ په غوښتنه له شپږو لویو قدرتونو سره د ایران د اټمي موافقې ناکامي به د کوریا د ټاپووزمې د اټمي لانجې د حل په ګډون ټولو نړیوالو ته د وارخطایۍ یو پیغام ورکړي.

لاوروف د ټرمپ ادارې ته د غیر مستقیمې اشارې په ترڅ کې وویل چې د نړیوالې ډيپلوماسۍ دا رښتینې بریا باید د یوه هېواد د ګټو لپاره له لاسه ونه وځي.

ښاغلي لاوروف تېره اوونۍ په مسکو کې څرګنده کړه چې که له ایران سره اټمي موافقه ناکامه شي نو د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون به هېڅکله هم د بندیزونو په بدل کې د خپل هېواد له اټمي پروګرام څخه لاس اخیستو ته چمتو نشي.