پاکستاني چارواکي وايي، وسله والو یوه مېرمن او د هغې لور په دې خاطر وژلي چې په کوټه کې یې د پولیو پرضد کمپاین کې برخه اخیستي وه.
د پاکستاني پولیسو یوه چارواکي نصیب الله خان ویلي، پنځوس کلنه سکینه بي بي او د هغې شل کلنه لور الیزه پرون هغه مهال د دوو موټرسایکل سپرو وسله والو کسانو په ډزو ووژل شوې چې د پولیو پرضد د واکسین څاڅکي یې ماشومانو ته ورکول.
د دې برید مسؤلیت تراوسه کومې ډلې نه دی منلی خو افراطي وسله والې ډلې د پولیو د کمپاین پر کارکوونکو او د هغو پر امنیتي کسانو وخت ناوخت حملې کوي.
د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي دا حمله غندلې او په دې اړه یې د تحقیقاتو امر کړی.
یوشمېر افراطي وسله وال تور لګوي چې د پولیو پر ضد د واکسین په کمپاین کې شامل کسان د لوېدیځو هېوادونو جاسوسان دي او د پاکستاني ماشومانو د شنډولو لپاره موظف شوي.
په کوټه کې په یوه بله حمله کې نامعلومو وسله والو دوه پولیس افسران چې د ګزمې په حال کې وو، ووژل.
د دې حملې مسؤلیت هم تراوسه کومې ډلې نه دی منلی.