اسپانیا غواړي افغانستان ته نور سرتېري ولېږي

اسپانیا غواړي د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ د روزنې د ماموریت په چوکاټ کې په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر زیات کړي.

د اسپانیا دفاع وزیرې ماریا دولورېس دې- کوسپېدال ګارسیا María Dolores de Cospedal García پرون پنجشنبې په کابل کې له ولسمشر اشرف غني سره په کتنه کې د اضافي اسپانوي سرتېرو شمېره ونه ښوده خو ویې ویل چې اسپانوي روزونکي به د افغان ځانګړو ځواکونو د مسلکي وړتیا پر لوړولو تمرکز وکړي.

اسپانیا تر ۲۰۱۴ کال پورې په افغانستان کې شااوخوا یونیم زر سرتېري درلودل خو په همدې کال د ناټو ډېری غړیو خپل سرتېري له افغانستانه وایستل او دا مهال د ناټو د رسمي ارقامو له مخې اته اسپانوي سرتېري د غوڅ ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې په افغانستان کې دېره دي.