د بریتانیا حکومت په افغانستان کې د ولسي تړون د بیارغونې له پروګرام سره د ۶،۷ میلیون ډالرو په ارزښت مالي مرسته کوي.
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې پرون په یوه بیان کې وویل چې دا پروژه به له سیمه ییزو ادارو سره مرسته وکړي چې خلکو ته ټولنیز خدمات د ټول هېواد په کچه د ولسي تړون له پروګرام سره سم وړاندې کړي.
بیان زیاتوي چې دا پروژه پرون په کابل کې د بریتانیا د سفیر او د د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې، د کلیو د پراختیا وزارت او د اغاخان بنسټ د استازو له خوا پرانیستل شوه.