د قزاقستان د شمال ختیځ په آقتپه سیمه کې لږ تر لږه ۵۲ تنه هغه مهال ووژل شول چې د چارواکو په وینا د سپرلۍ په بس کې یې اور ولګېد.
د قزاقستان د آقتپه د سیمې د اضطراري حالت د ادارې رئیس اقتیلیک کینیس نن پنجشنبه «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۸» خبریالانو ته وویل چې د پېښې ټول قربانیان د ازبکستان اتباع دي.
په دې پېښه کې ۵ تنه ژوندي پاتې شوي چې هغه هم ازبک دي.