د ننګرهار پولیس وايي، یو انتحاري مخکې تر دې چې هدف ته ځان ورسوي، ووژل شو.
د ننګرهار امنیه قوماندانۍ نن پنجشنبه «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۸» وویل، تېر ماښام د جلالاباد ښار د فامیلیو په سیمه کې یوه انتحاري چې چاودېدونکي مواد یې په ځان پورې تړلي و، مخکې تر دې چې ځان هدف ته ورسوي، د پولیسو له لوري وپېژندل شو او تر نیول کېدو وړاندې یې ځان والوزاوه.
د پولیسو په وینا په دې پېښه کې د انتحاري ترڅنګ یو لاروی هم وژل شوی دی.