د هلمند د کرنې ریاست چارواکي وايي، ډېر ژر به په دغه ولایت کې د کرنیزو محصولاتو د خرڅلاو د مارکېټ جوړولو چارې پیل شي.
د هلمند د کرنې ریاست سرپرست رفیعالله قلم د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۸» ازادي راډیو ته وویل چې دغه مارکېټ به په ۲۰۰ جریبه ځمکه کې په اساسي توګه جوړ شي.
د ښاغلي قلم په خبره د دغه مارکېټ په جوړېدو سره به د هلمند ولایت کرنیزو محصولاتو ته د مناسب بازار رامنځته کېدو تر څنګ د دغو محصولاتو د ساتنې امکانات هم برابر شي.
نوموړی وايي، په هلمند کې جوړېدونکی کرنیز مارکېټ دولتي دی او ښايي څو میلیونه افغانۍ لګښت پرې راشي، خو د اوس لپارهیې د مالي لګښت د اندازې په اړه څه ونهویل.