د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، د صنعتي پارکونو د پالېسۍ چارې یې بشپړې کړې دي.
د دغه وزارت ویاند مسافر قوقندي د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۸» ازادي راډیو ته وویل چې یاده پالېسي راتلونکې اوونۍ اقتصادي عالي شورا ته د تأیید لپاره استول کېږي.
دی وايي:
"دغه پالېسي کولای شي په اساسي توګه صنعتکارانو ته لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي."
د ښاغلي قوقندي په خبره د صنعتي پارکونو په پالېسۍ کې دوی د صنعتکارانو نظرونو ته هم ځای ورکړی دی.
په اساسي توګه د ځمکې او د برښنا په برخه کې د صنعتکارانو د ستونزو هواری د دغې پالېسۍ مهم موارد دي.