فرهاد: ټاکل شوې په هرات کې د سړک پخولو کارونه شروع شي

هرات ښار

ټاکل شوې ده چې نن د هرات په څو ولسوالیو کې د نږدې ۷۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د لارو د پخولو کارونه شروع شي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد د دې پروژو د اهمیت په اړه ازادي راډیو ته وویل:

"دا پروژې د کلیوالو سیمو مهمې اړتیاوې بشپړوي، د دې پروژو له سرته رسېدو سره به ټرانسپورتي اسانتیاوې پيدا شي او د پروژو د بشپړېدو پر مهال به په هرات کې په زرګونه کسانو ته کار پیدا شي."

ښاغلي فرهاد زیاته کړه چې دا نوې لارې به د انجیل، ګذره، کرخ، رباط سنګي او ګلران په ولسوالیو کې جوړې شي.