په ملګرو ملتونو کې د امریکا د متحده ایالاتو سفیرې وویل چې تر بل هر وخت په افغانستان کې سولې ته هیلې زیاتې شوې دي.
نیکي هیلي پرون په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې خبریالانو ته وویل چې اوس باید نړیواله ټولنه د دې خبرو ملاتړ وکړي.
مېرمن هیلي وايي:
"په افغانستان کې موږ فکر کوو چې سوله ډېره مهمه ده، موږ فکر کوو چې د سولې مېز ته د طالبانو راتګ ډېر مهم دی او موږ فکر کوو چې ټوله نړیواله ټولنه دې ته اړتیا لري چې د دې بهیر ملاتړ وکړي نو موږ به وتوانېږو چې هلته سوله ولرو."
د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر محمد کریم خلیلي د سې شنبې په ورځ ویلي و چې له طالبانو سره غیر رسمي تماسونه جاري دي او په ملي او نړیواله کچه د سولې د راوستو لپاره شرایط برابر شوې دي.