نیویارک کې حمله کوونکي د اعدام پر ځای د عمري بند سزا غوښتې

د ازبکستان هغه تبعه چې په نیویارک ښار کې د لارۍ په ذریعه د سړک د غاړې د لارویانو او بایسکل ځغلولو په لار کې اته تنه وژلي، ویلي په خپل جرم اعتراف کوي او د عمري بند سزا مني که ورته د اعدام سزا ورنه‌کړل شي.

دا خبره د هغه مدافع وکیلانو د چهارشنبې په ورځ وکړه.

د ۲۹ کلن سیف‌الله سایپوف وکیلانو دغه وړاندیز پرون محکمې ته وړاندې کړ.

له دې سره سم څارنوالانو هم د منهاتن له محکمې وغوښتل چې د سایپوف د محاکمې د بشپړولو لپاره دې د ۲۰۱۹ کال اپرېل میاشت د وروستۍ نېټې په توګه وټاکي.

نوموړی په دغې حمله کې چې د ۲۰۱۷ کال د اکټوبر په ۳۱یې ترسره کړه او هغه پر نیویارک د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر له ترورېستي برید وروسته په دې ښار کې تر ټولو خونړی برید و، پر وژنو او ترورېزم تورن دی.

څارنوالانو ویلي چې د دغې حملې ټپیان او د وژل شویو کورنۍ غړي ټول په کلکه دا غواړي چې دغه محاکمه دې بشپړه شي.