امریکا وايي خپل پوځیان به تر یوې زیاتې مودې په سوریه کې پرېږدي

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن وایي، د امریکا پوځ به تر یوې ډېرې مودې پورې په سوریه کې پاتې شي ترڅو د اسلامي دولت سخت دریځې ډلې د بیا فعاله کېدو مخه ونیسي.

ټېلرسن چې پرون په کالیفورنیا کې په سټنډ فورډ پوهنتون کې وینا کوله دا هم وویل چې متحده ایالات به په سوریه کې د کورنۍ جګړې د پای ته رسېدو لپاره د سولې د یوې بریالۍ پروسې د یقیني کولو، له قدرته د ولسمشر بشار الاسد د لیرې کولو او په دې هېواد کې د ایران د نفوذ د مخنیوي لپاره کارته دوام ورکړي.

ټېلرسن ټینګار وکړ چې د ټرمپ اداره به د پخواني ولسمشر بارک اوباما تېروتنه تکرار نه‌کړي چې له عراقه‌یې په ۲۰۱۱ کال کې پوځیان وایستل.