د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش له هېوادونو وغوښتل چې د نړۍ له قدرتونو سره د ایران د ۲۰۱۵ کال اټمي تړون دې په دې خاطر چې په منځني ختیځ کې د ایران د پوځي فعالیتونو په اړه اندېښنې لري، نهزیانمنوي.
ګوترش په هغه اعلامیه کې چې د چهارشنبې په ورځیې خپره کړې وویل، هغه موضوعات چې مستقیماً له اټمي تړون سره ارتباط نهلري باید له دې پرته چې د دغه تړون ساتل او لاسته راوړنې یې له ګواښ سره مخ شي، ورته ځواب وویل شي.
هغه وویل دغه تړون د اټمي وسلو د نهپراختیا او ډیپلوماسۍ په برخو کې یوه لویه لاس ته راوړنه ده او همیې له سیمهییز او نړیوال امنیت سره مرسته کړې ده.
د امریکا د ولسمشر ډونالد ترمپ ادارې د ایران د لیرې واټن ویشتونکو توغندیو پر پروګرام، د سوریې په شپږ کلنه کورنۍ جګړه کې د دې هېواد د رژیم او د یمن له حوثي یاغیانو د ملاتړ له کبله پر تهران د پرلهپسې انتقادونو تر څنګ د دې غوښتنه هم کړې چې په اټمي تړون کې دې پراخ بدلونونه راشي.