د اوکراین په ختیځ کې چاودنې دوه اوکرایني سرتېري وژلي

د اوکراین پوځ وایي، د دغه هېواد په ختیځ کې د یوې چاودنې په نتیجه کې دوه اوکرایني سرتېري وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

دا پېښه داسې مهال شوې چې سړک غاړې ته ځای پر ځای شوي چاودېدونکي مواد د اوکراین د پوځ پر موټر وچاودېدل.

د دغه هېواد دفاع وزارت نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اوکراین په ختیځ کې روس‌پلوه بېلتون غوښتونکو درې ځلې د اوربند څخه سرغړونه کړې ده.

په همدې حال کې بېلتون غوښتونکي کیف د اوربند په نه‌مراعاتولو تورنوي او وایي، اوکرایني سرتېرو اووه ځلې دا اوربند مات کړی دی.

د ۲۰۱۴ میلادي کال د اپرېل راهیسې چې د اوکراین په ختیځ کې جګړې پیل شوي شااوخوا ۱۰ زره او ۳۰۰ کسان په دغو نښتو کې وژل شوي دي.