د کانونو وزارت: نوې تګ‎لاره به د کانونو په سکټور کې لازم اصلاحات راولي

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکي وايي، د نوې تګ‎‌لارې له مخې به د کانونو په سکټور کې لازم اصلاحات رامنځته شي.

دغه وزارت وايي، د کانونو د مدیریت او قراردادونو د تنظیم د نوې تګ‌لارې له مخې د دغه سکټور شفافیت حتمي کېږي.

د یاد وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۷» په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د کانونو د تنظیم او مدیریت لپاره تر اوسه داسې تګ‌لاره نه ‌وه چې حکومت دې ۱۰۰ په ۱۰۰ کې نظارت وکړي او بیا دې خلکو ته ځواب ویونکی وي.

عبدالقدیر مطفي

نوموړي د یادې تګلارې په برخه کې وړاندې وویل:

"دغه تګلاره په درېیو برخو کې عملي کېږي، لومړی شفافیت دی، دوهمه برخه لومړیتوبونه دي او درېیمه برخه‌یې هم اصلاحاتي ده. هدف دا دی چې موږ وکولای شو د یوه منظم مېکانیزم له لارې ټول هغه جوړښتونه بررسۍ ته لاړ شي تر څو موږ یو ځواب ورکوونکې اداره ولرو."

نوموړي وویل، ولسمشر غني دا تګلاره د اقتصاد عالي شورا په وروستۍ ناسته کې تأیید کړې ده.

د کانونو د مدیریت د لارې په نقشه کې د ادارې اصلاحات او پرمختیا، مدیریت او جیولوژيکي معلومات، د قانون مطابق د تړونونو مدیریت، شفاف او حساب ورکوونکی مدیریت او دغه‌‌راز د پانګونې لپاره د شرایطو برابرول شامل دي چې له دوه تر پنځه کلونو تطبیقېږي.

که څه هم د کانونو او پټرولیم وزارت د افغانستان د کانونو دقیق اټکل نه‌‎لري، خو د امریکايي جیولوژي پوهانو یوه وروستۍ سروې ښيي چې افغانستان له درې تریلیونو څخه د ډېرو ډالرو په ارزښت ځمکنۍ زېرمې لري.

د سکرو کان

خو له دې ټولو سره د کانونو د برخې یو شمېر څېړونکي دا وزارت د اوږد مهاله لیدلوري او حقوقي ثبات په نشتوالي تورنوي.

له ډلې يې سید زمان هاشمي ازادي راډیو ته وویل:

"زما په اند د کانونو او پټرولیم وزارت ستونزه تګ‌لاره نه‌ده، تر کومه چې ما دغه تګ‌لاره مطالعه کړې ده، تګ‌لاره یو سند دی او نه‌شي کولای چې د ټولو ستونزو ځواب ورکوونکی وي، تر څو چې د کانونو وزارت مدیریت سم نه‌شي دا به کومه نتېجه ورنه‌کړي."

نوموړي همدارنګه وویل، دا مهال د کانونو لپاره اوږد مهاله ستراتېژي نه‌شته چې ۲۰ کاله وروسته باید کانونه په کوم حالت کې وي او په وینا يې چې دا به د کانونو په سکټور کې بحران منځته راولي.

راپور: ناجیه ساپۍ