د افغانستان د متشبثینو عالي بورډ وایي چې له تېرو ۳ ورځو راهیسې په تورخم کې په مڼو بار نږدې ۳۰ موټر درول شوي او د پاکستان لهخوا دې هېواد ته د تلو اجازه نهورکول کېږي.
د دغه بورډ مشر رحمالدین حاجي اغا نن چهارشنبه ازادي راډیو ته وویل، که چېرې دغو زر ټنو مڼو ته د تورخم پورې غاړې ته اجازه ورنهکړل شي، د خرابېدو له ګواښ سره مخ دي او په وینا يې، د دې کار له امله افغان سوداګرو ته د ورځې په اوسط ډول ۴ میلیونه افغانۍ زیان رسېږي.
ښاغلی حاجي اغا وایي، پاکستان اوس نوې پلمه جوړه کړې او د دغو مڼو تصدیق پاڼې غواړي.
نوموړی زیاتوي، دغه ستونزه د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سره شریکه شوې او هیله ده چې ډېر ژر له ډیپلوماتیکو لارو حل شي.