د کرکټ افغان ۱۹ کلنې ملي لوبډلې سريلانکا ته ماته ورکړه.
د کرکټ افغان ۱۹ کلنه ملي لوبډله دا مهال نیوزلنډ کې د نړیوال جام په لوبو بوخته ده او نن چهارشنبهیې «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۶» د نړیوال جام ۱۲مه او خپله دوهمه سیالۍ د سریلانکا پر وړاندې وکړه.
دغې سیالۍ کې افغان لوبډلې ۲۸۴ منډې وکړې، خو د باران له امله هدف په ۳۸ اورونو کې ۲۳۵ ته ښکته شو.
ابراهیم ځدراڼ ۸۶ منډې، دروېش رسولي ۶۳ منډې او اکرام عليخېل ۵۵ منډې وکړې.
سریلانکا ته نیپون ملېنګا دوه وېکټې واخیستې، سریلانکا ۳۷.۴ اورونو کې ۲۰۲ منډې وکړې او خپل ټول لوبغاړي یې له لاسه ورکړل.
دوی ته جیهن ډانیل ۴۸ او کرېشن اراچیچیګ ۴۱ منډې وکړې، افغان توپ اچوونکو کې نوینالحق څلور او قیس احمد او عظمتالله ۲-۲ وېکټې واخیستې.
ابراهیم ځدراڼ د لوبې غوره لوبغاړی شو، افغان ۱۹ کلنه ملي لوبډله به خپله درېیمه لوبه د ایرلنډ پر وړاندې وکړي.
یاده دې وي، تر دې وړاندې افغان ۱۹ کلنې کرکټ لوبډلې لومړۍ لوبه له پاکستانه ګټلې وه.