ایران د سوریې لپاره د سرحدي نوي ځواک له جوړولو سره مخالفت وکړ

د ایران ولسمشر له روسيې، سوريې او ترکيې سره خپل غږ یو کړی او د امریکا له خوا يې په سوریه کې د کردانو په مشرۍ د یوه ۳۰ زره کسیزه سرحدې ځواک د جوړو له پلان سره مخالفت ښودلی دی.

د ایران دولتې رسنیو وویل چې حسن روحانې پرون سې شنبه په تهران کې د سوريې د پارلمان له مشر سره په کتنه کې وویل، دا نوی پلان چې امریکا يې په پام کې لري، له نړیوالو قوانینو او د سوريې او د سیمې د هېوادونو له ځمکنۍ بشپړتیا سرغړونه ده.

په سوریه کې د داعش پر ضد د امریکا په مشرۍ ائتلاف په روانه اوونۍ کې وویل چې د یوه نوې سرحدې ځواک د جوړولو پلان لري چې په کې د سوريې د کردانو د ډموکراتیک اتحاد وسله وال شامل وي.

امریکا وايي، دا ځواک به د ترکيې او عراق پر پوله ځای پر ځای کېږې، څو سوريې ته د داعش وسله والو د بېرته اوښتو مخه ونیسې.

د امریکا دا پلان د ترکيې، روسيې او سوريې له سخت مخالفت سره مخ شوی دی.

د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي چې هېواد يې د کردانو په مشرۍ د سوريې د سرحدې ځواک د ځپلو لپاره د عملیاتو تیاری نیسي.

ترکیه د کردانو د ډموکراتیک اتحاد ګوند او د هغې وسله واله ډله ترورېستې سازمان ګڼي.