د جرمني د فدرالي څارنوال دفتر وايي، پولیسو د ۱۰ مشکوکو ایراني جاسوسانو په اړه د څېړنو په ارتباط په ټول هېواد کې یو لړ تلاشۍ ترسره کړې دي.
چارواکو ویلي چې د سې شنبې د ورځې په دې چاپو کې هېڅڅوک نهدي نیول شوي.
د جرمني د فدرالي څارنوالۍ ویاند سټیفن بیهل ویلي، د تلاشیو دا چاپې وروسته له هغې ترسره شوې چې د اساسي قانون د ساتنې د دفتر په نوم د جرمني د کورنیو استخباراتو ادارې څخهیې چې د جاسوسۍ ضد عملیاتو مسؤلیت لري، معلومات تر لاسه کړل.
نوموړي ویلي، ګومان کېږي چې مشکوکو کسانو له ایران سره د تړلي یوه سازمان په استازیتوب په جرمني کې د ځینو ادارو او اشخاصو جاسوسي کوله.
د فوکس په نوم یوې جرمنۍ اوونیزې راپور ورکړی چې مشکوکو کسانو په جرمني کې د اسرائیلي وګړو په اړه پټ فعالیتونه ترسره کول.
د جرمني فدرالي څارنوالۍ د هغو راپورونو په اړه له تبصرې ډډه کړې چې وايي، مشکوک کسان د ایران د سپاه پاسداران اړوند د قدس ځواک غړي دي.