په اوکراین کې پولیسو او اعتراض کوونکو خپلو کې نښتې کړي

په اوکراین کې د دې هېواد د پارلمان ودانۍ ته نږدې پولیسو او اعتراض کوونکو خپلو کې نښتې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د پارلمان غړي له اوکراین سره د هغو سیمو د بیا یوځای کېدو پر یوې لایحې بحث کوي چې روسي بېلتون غوښتونکو نیولې دي.

نښتې د سې شنبې په ورځ وروسته له هغې پیل شوې چې یو شمېر اعتراض کوونکو د پارلمان ودانۍ ته نږدې ټایرونه وسوځول او د روسیې بیرغ ته‌یې اور واچاوه.

دغلته له تېر کال راهیسې د حکومت ضد اعتراض کوونکو خیمه درولې ده.

پولیسو او اور وژونکو ډلو ټایرونو ته لګول شوي اورونه خاموشه کړل او د اعتراض کوونکو د خیمې لوري ته‌یې وغورځول.

امنیتي ځواکونو همدارنګه د اعتراض کوونکو په وړاندې کیمیاوي سپرې هم کارولې ده.

پولیس وايي، یو سرتېری یې په دې اخ او ډب کې ټپي شوی او همدارنګه یو معترض نیول شوی دی.

اعتراض کوونکي غواړي چې د پارلمان غړي دې له ځنډ پرته هغه لایحه تصویب کړي چې له اوکراین سره د روسي بېلتون غوښتونکو تر واک لاندې سیمو د بیا یوځای کېدو په اړه ده او په‌کې ویل شوي:

"روسیه چې پر کریمیا کنټرول لري او د اوکراین په ختیځ کې د هغو بېلتون غوښتونکو ملاتړ کوي چې د لوهانسک او ډونیڅک ځینې سیمې یې د ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسې نیولي، تېری کوونکې ده."