بیدار: شهلا حق د انتخاباتو د کمېسیون د دارالانشأ سرپرسته ټاکل شوې

د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون چارواکي وايي، شهلا حق د دې کمېسيون د دارالانشأ د ریاست د سرپرستې په توګه ټاکل شوې ده.

د انتخاباتو خپلواک کمېسيون یوه غړي، رفیع‌الله بیدار د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، تر هغې چې د دې کمېسيون د دارالانشأ لپاره رئیس ټاکل کېږي، نوموړې به د درالانشأ د ریاست د سرپرستې په توګه کار کوي.

ښاغلي بیدار وویل د دې کمېسيون د دارالانشأ د ریاست د سرپرستې په توګه د شهلا حق د ټاکنې په اړه‌یې د سې شنبې په ورځ رسمي مکتوب تر لاسه کړی دی.

ښاغلي بیدار زیاته کړه:

"دا یوه موقتي ټاکنه ده، څو موږ وکولای شو چې د دارالانشأ د رئیس د ټاکنې لپاره قانوني پروسه پر مخ یوسو، هغه داسې چې کمېسيون به د داسې درې کسانو لېست چې د قانون له مخې د دې څوکۍ لپاره په شرایطو برابر وي، ولسمشر ته استوي، ولسمشر به له هغو درې تنو یو د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون د دارالانشأ د رئیس په توګه ټاکي."

تر دې مخکې امام محمد وریماچ د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون د دارالانشأ د رئیس په توګه کار کاوه، خو څو میاشتې مخکې یې د ولسمشر اشرف غني له‌خوا له دندې څخه د لیرې کېدو راپورونه خپاره شول.