چارواکي: په بغلان کې په پيل شویو عملیاتو کې ۵ طالبان وژل شوي

د بغلان امنیتي چارواکي په دې ولایت کې د دولت د وسله‌والو مخالفینو په وړاندې د روانو عملیاتو په ترڅ کې د پنځو وسله‌والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي.

د بغلان امنیه قوماندان جنرال اکرام‌الدین سریع د سې شنبې په ورځ وویل چې د البرز ۲۲ په نوم دغو عملیاتو کې چې د ډنډ شهاب‌الدین په سیمه کې دوه ورځې مخکې پیل شوي، په وژل شویو کې د طالبانو دوه قوماندانان هم شامل دي.

هغه په دې عملیاتو کې د اوو وسله‌والو د ټپي کېدو تر څنګ وویل چې ډېرې سیمې د مخالفینو له کنټروله وتلي دي.

په دې عملیاتو کې افغان ځواکونو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه‌دي ویل شوي او طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.