ازبکستان په پام کې لري چې د ۳۰ میلیونه ډالرو په لګښت د لویو لارو او واټونو په خوا کې کوچني جوماتونه جوړ کړي.
د پلازمېنې تاشکند لوی مولوي انور قاري تورسونوف د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د کوچنیو جوماتونو جوړول به مسلمانانو سره مرسته وکړي چې د ورځې پنځه وخته لمونځونه په جوماتونو کې وکړي.
د مذهبي چارو لپاره د یوې دولتي کمېټې یوه چارواکي ازادي راډیو ته ویلي چې دغه جوماتونه به د اسلامي هېوادونو د سیلانیانو اړتیاوې هم پوره کړي او زیاتهیې کړې چې که غوښتنه وشي د نورو ادیانو د پیروانو لپاره به د عبادت کوچني ځایونه جوړ کړي.
دغه چارواکي دغهراز ویلي چې ۲۲ کوچني جوماتونه به ډېر ژر په تاشکند کې جوړ شي.
د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف چې په ۲۰۱۶ کال کې د پخواني ولسمشر اسلام کریموف تر مړینې وروسته واک ته رسېدلی د دې هڅه کوي چې په هېواد کې اقتصادي او ټولنیز اصلاحات پلي او دا هېواد له انزوا راوباسي.